د کمېسیون پیژندنه

په افغانستان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د ولسی جرګي او ولایتی شوراګانو د ټاکنو د شکایتونو څیړلو په موخه، د لنډ محالي بسنټ او(JEMB) یوي څانګي په توګه رامنځته شو. همدارنګه په ۱۳۸۸ کال کې د جمهوریی ریاست او د ولایتي شوراګانو او په ۱۳۸۹ کال کې د یو لنډ محاله او خپلواک نهاد په توګه د ولسي جرګې دټاکنو د شکایتونو د څپړلو په موخه یو ځل بیا جوړ شو. د یادوني وړ ده چې د ټاکنیزو کمیسیونونو  د دندو او صلاحیتونو د قانون تر تشکیل وړاندې په ۲۰۱۳ میلادی کال کې په موقت ډول د یو خپلواک کمیسیون په توګه د ټاکنو د شکایتونو د څيړنو په موخه جوړ او د شکایتونو تر څیړنو وروسته بیا لغوه شو.

د ټاکنو د شکایتونو اوسنی کمیسیون د ټاکنو قانون او د ټاکنیزو کمیسیونونو د دندو، صلاحیتونو او تشکیل قانون د جمهور رئیس تر توشیح کولو وروسته په ۱۳۹۲لمریز کال کې د یو خپلواک او دایمي نهاد په توګه ایجاد شو چې د جوړیدو خواره مهمه موخه یي د ټاکنو اړوند د شکایتونو او اعتراضونو څیړل دي، تر څو د دغې لارې ټاکنیز عدالت په دموکراتیک بڼه په هیواد کې پلی شي.

حقوقي چوکاټ

د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو تر جنجال وروسته حکومت، د ملی شورا او د مدنې ټولنو غړو هڅه وکړه تر څو د ټاکنو په بهیر کې لازم اصلاحات راوړي. یادو هڅو ته په ځواب کې، حکومت په ټاکنو کې د اړینو او بنسټيزو اصلاحاتو د راوستو په موخه یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ. چې پایله کې یاد کمیسیون، د تیرو ټاکنو نیمګړتیاوي مطالعه او تجاربو ته په پام سره  حکومت ته يي ځينی وړاندېزنه وړاندې کړل چې په پایله کې  دیادو وړاندیزنو پر بنا د ټاکنو قانون تغییر وموند.

د ټاکنو نوي قانون د جمهور ریس د (۱۰۵) شمیرې د تقنیني فرمان پر اساس د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس له خواه د ۱۳۹۵/۶/۱۱ نیټه کې توشیح او نافذ شو. د  یاد  قانون د ۲۸ مادې پر اساس، ټاکنو پوري اړوند سرغړونې، تخلف او له جرمونو څخه، را پيدا شوو اعتراضونو او شکایتونو ته د رسیده ګی په منظور، له پنځو غړو څخه د ټاکنیزو شکایتونو مرکزی کمیسیون  د یو دایمی نهاد په توګه رامنځته شو.

لید لوری: ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د هیواد نافذه قوانینو په مطابق، د ټاکنو په بهیر کې د عدالت او شفافیت تامینولو په موخه له ټولو شونو لارو څخه کار اخلي تر څو د رایه ورکوونکو او نوماندانو له حقوقو څخه دفاع وکړي. دغه کمیسیون په دوامداره توګه، د دموکراسیی ټینګښت، عمومی کول، د اعتماد چاپیریال رامنځته کول، په ټاکنو کې د ملي مشارکت د کچې لوړوالی  او په هیواد کې د منظمو، معیاری او د منلو وړ ټاکنو لپاره کار کوي.

صلاحیتونه:

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او د ولایتونو کمیسیونونه د ټاکنو قانون د ۳۰ مادې مطابق لاندې صلاحیتونه لري :

  1. د نوماندانو او راًیه ورکوونکو پر فهرست د اعتراض او د هغو نوماندانو چې د ټاکنو په بهیر کې مطرح کیږي، شرایطو او اوصافو ته د رسیدګی موارد.
  2. له ټاکنيزو سر غړونو څخه را پیدا شوو شکایتونو ته رسیدګی، پدې شرط چې شکایت د قانون له حکمونو سره سم، د هغه پر ټاکلي وخت ثبت شوی وي.
  3. هفه شخصی یا ادارې ته چې د سر غړونې مرتکب شویدي، د توصیې، اخطار او په اصلاحي اقدام د دستور صادرول.
  4. د قانون د حکمونو مطابق له احوالو سره سم د نغدي جریمو وضع کول.
  5. د ټاکنو د پایلو تصدیق او اعلام د مخه د راًيې ورکونې په مشخصو مرکزونو کې د راًیو شمېرنې په هکله د دستور صادرول.
  6. د لازمو شرایطو نه لرونکو راًیې ورکونې د پاڼو بې اعتباره پیژندل.

همداراز په یاده ماده کي تصریح شوي چې د شکایتونو مرکزيی یا ولایتي کمېسیون په هغه صورت کې نوماند د نوماندانو له نهايې فهرست څخه حذفولاي شي چې د معتبرو سندونو له مخې ثابته شي چې د دې قانون له حکمونو سره سم، د نوماند کېدو د شرایطو لرونکی ندی.

پښتو