د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د شکایتونو ثبت او رسیدنې په اړه د ننګرهار ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چمتوالی

iecc-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۴:۳
Nangarhar

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار د ولسمشریزو ټاکنو د شکایتونو ثبت او رسیدنې، د دغه ولایت له ملکي او نظامي چارواکو، د ټاکنیزو کمیسیونونو ولایتي دفترونو کارکوونکو، د مدني ټولنې او سیاسي احزابو استازو، علمای کرامو، قومي مخورو، د ښځو او ځوانانو استازو سره د لیدنې په موخه، د خپل ولایتي سفرونو په دوام د یکشبې په ورځ       ( ۲۴/۶/۱۳۹۸) ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي رویدار په هغه مطبوعاتي ناسته کې چې د ولایت د رسنیزو کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي وه، د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو بهیر د ټاکنیزو تیروتنو، سرغړونو او جرایمو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو او اعتراضونو د ثبت او رسیدنې لپاره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د مرکزي او ولایتي کمیسیونو له چمتوالی څخه خبر ورکړ، همدارنګه هغه له خلکو وغوښتل چې په راروانو ولسمشریزو ټاکنو په پراخه کچه ګډون وکړي او له بهیر څخه د مسوول وګړي په توګه څارنه وکړي او د ټاکنیز عدالت اوشفافیت په موخه له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون سره مرسته وکړي.

ننګرهار ته تللي پلاوي  د دغه ولایت له ملکي او نظامي چارواکو، په ننګرهار کې د ټاکنیزو ادارو له مسوولانو، د سیاسي احزابو او مدني ټولنو استازو، علماوو، قومي مشرانو د ښځو او ځوانانو استازو سره بیلابیلي ناستې ترسره کړي. دوی د ر راروانو ټاکنو څخه خپل  بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يي وکړه چې پراخه ګډون سره په ټاکنو برخه اخلي.

 همدارنګه دغو استازو د ټاکنو پر وړاندې د شتنه ننګونو په اړه، خپل نظریات او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل. د مدني ټولنو استازو او د ننګرهار ولسونه په ټاکنو کې د شفافیت او عدالت غوښتوونکي شول، دوی د ټاکنو په ورځ د میرمنو د انځور اخیستو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه او وویل: چې په دغو سیمو کې خلک دي ته نه حاضریږي چې د میرمنو انځور يي واخیستل شي. دوی ټاکنیزو کمیسیونونو ته وړاندیز وکړ چې د ستونزي ته د حل یو معقوله لار پیدا کړي اوهمدارنګه د ټاکنیزو کمیسیونو او مدني ټولني ترمنځ په همغږی ټینګار وکړ.

د مدني ټولني، سیاسي احزابو او د ننګرهار قومي مشرانو سره په ناسته کې، د ننګرهار د ټاکنو ریاست رئیس ښاغلي ذبیح الله وګړي د ۱۳۹۸ کال د لسمشریزو ټاکنو د چمتوالي په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او وویل: په دغه ولایت کې د ټاکنو ریاست او نورو ولایتي ملکي او نظامي ادارو سره همغږي شتون لري، عامه پوهای په ټولو مرکزونو بشپړ شوي او د ټاکنو د ورځي د کارکوونکو استخدام چاري هم بشپړي شوي دي، ښاغلي وګړي زیاته کړه، د ننګرهار په کچه ۳۱۵ مرکزونه او ۳۵۳۴ محلونه شتون لري چې د ټاکنو په ورځ د خلکو لپاره پرانستې وي، همدارنګه حساس ټاکنیز توکي ننګرهار ته رارسیدلي دي او موږ يې د پلان په مطابق د امنیتي ارګانونو په همکاری سره د رای ورکولو مرکزونو او محلونو ته لیږدوو.

همدارنګه پلاوي د ننګرهار ولایت له ملکي او نظامي چارواکو سره د هغږۍ رامنځته کولو په موخه ناسته ترسره کړه، په دغه ناسته کې لومړی د ننګرهار والي ښاغلي شاه محمود میاخیل د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ټاکنې یو ملي بهیر وباله او یادونه يي وکړه چې د ننګرهار ولایت ټولو اړوندو ادارو د بیلابیلو غونډو جوړولو او عملي کارونو په پایله کې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو لپاره بشپړ چمتوالی نیولئ دی. ښاغلي میاخیل زیاته کړه، موږ هڅې کوو ترڅو ولسونو ته دا زمینه برابره کړو چې د امنیت په فضا کې خپل رایه د خپل خوښې نوماند ته ورکړي. د ټاکنو ورځي لپاره ټينګ امنیتي تدابیر نیول شوي، په ټولو مرکزونو کې امنیتي قطعات توظیف شوي دي او همدارنګه د ټاکنو ورځي د امنیت لپاره ریزرف قطعات هم ایجاد شويدي. د ننګرهار والی له خلکو وغوښتل چې د ټاکنو ملي بهیر په پراخه کچه ګډون وکړي او دا ملي بهیر بریالی او د خپل هیواد د زعیم په ټاکلو کې سهم ادا کړي.

 د یادوني وړ دی  چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د پلاوي رئیس ښاغلي رویدار، په ننګرهار کې د ټاکنیزو ادارو څخه هم لیدنه وکړه او د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دوی کړنې او اجراات له نیږدې ولیدي او وی ستایلي. نوموړي د چارو د لا ښه ترسره کیدو په موخه، اړونده چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړي او د دواړو کمیسیونونو په همکاریو او همغږیو يې ټینګار وکړ ترڅو د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو بهیر کې د ستونزو مخنیوی وکړي.

Nanagarhar

Nangarhar

Nangarhar

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۹:۵۲
Background image

د فیفا چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو ناسته

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو، نن سه شنبه ( ۱۶/۷/۱۳۹۸) په افغانستان کې د آزادو او عادلانه ټاکنو (فیفا) موسسې  له استازو سره لیدنه وکړه. په دغې ناسته کې د جمهوري ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۵:۵۳
Background image

د هالند او اروپايې ټولنې له سفیرانو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو، د سه شنبې په ورځ (۱۶/۷/۱۳۹۸) د هالند او اروپايې ټولنې له سفیرانو او په کابل میشته د جرمني او فرانسي هیوادونو له دیپولوماتانو سره لیدنه. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۲۰:۷
Background image

د ټاکنیزو کمیسیونونو ګډ خبري کنفرانس

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو نن دوشنبه (۱۵/۷/۱۳۹۸) د یو ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې، د دواړو کمیسیونونو ترمنځ په هغږیو، د ټاکنو بهیر په عملیاتي. . .

BACK TO NEWS