د ۱۳۹۸ کال ټاکنو استثنايې قضیو ته رسیدنه د همدې اونۍ تر پایه بشپړیږي.

iecc-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۸ - ۱۵:۳۰
کنفرانس

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي، سه شنبه (۱۳۹۸/۱۱/۸) د یو رسنیزې ناستې په ترڅ کې، د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د استثنايې او استینافي قضیاوو د ارزولو او رسیدنې په چارو کې د پرمختګونو څخه خبر ورکړ.
ښاغلي الیاسي وویل: د قانون پر بنسټ استثنايې قضایاوي د سترو قضایاوو په توګه څيړل کیږي چې اړونده اعتراضونو هم په کې شاملیږي.
په دغه ناسته کې د کمیسیون ویاند زیاته کړه، کچیرته دغه اعتراضونه ولایت په ولایت وارزول شي، ډيره موده به ونیسي. نوموړي همدارنګه دي ته اشاره وکړه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي به د همدې اونی تر پایه پورې هغه ۳۰۰ زره رایو په اړه استثنايې اعتراضونو برسي کړي او په اړه به يې تصمیم هم ونیسي. خو هغه دوسیې چې افرادو پورې اړوند دي هغه به هر یوه په جلا توګه څيړي او رسیدنه به ورته کوي.
ښاغلي الیاسي هیوادوالو او ټاکنیز ټیمونو ته ډاډ ورکړ چې له ټاکل شوي مودې څخه به مخکي ټولو اعتراضونو ته رسیدنه کوي.
د یادونې وړ دی چې تر اوسه پوري د ۱۸ ولایتونو د استینافي قضيو تصنیف بندي بشپړه شويده.

کنفرانس

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۴:۱۲
Background image

د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د مدني ټولنې بنسټونو مجمتع (مجما)، د معلولینو د بیا ځواکمنتیا موسسه ( ابرار) او د ملی د موکراتیک انستیتوت (NDI) چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره دوشنبه (۵/۱۲. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

پنځوس سلنه استینافي قضیو په اړه پریکړي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي نن دوشنبه (۱۳۹۸/۱۱/۱۴) له خبریالانو سره په یو ناسته کې د پنځوس سلنه استینافي قضیو د پریکړو څخه خبر وکړ او وویل: د ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اسنادو او مدارکو ته پام سره، د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پر بنسټ پریکړې کوي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار نن چهار شنبه (۱۳۹۸/۱۱/۹) د یو ناستې په ترڅ کې، د ټاکنیزو اعتراضونو او شکایتونو د رسیدنې استینافي او استثنايې پړاو په اړه. . .

BACK TO NEWS