د (UNESP) پروژي مدیر رودلف البلینک سره د دارالانشاء عمومي رئیس لیدنه
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر سره، دوشنبه (۱۳/۲/۱۴۰۰) د دغه کمیسیون په مرکزي دفترکې ملاقات وکړ.
په دغې ناسته کې ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ۲۰۲۱ کال لپاره د (UNESP) پروژي د پروګرامونو پلي کولو او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پوري د یادي پروژي تمدید په اړه، بحث ترسره شو.
په پیل کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي مدیر ښاغلي رودلف البلینک، په ۲۰۲۱ کال کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارمنانو د وړتیاوو لوړولو، تخنیکي او مسلکي همکاریو په هکله معلومات وړاندې کړل.
په دغې لیدنه کې ښاغلي البلینګ د (UNESP) پروژي سره د نړیوالو مالي بنسټونو له مرستو خبر ورکړ او وویل: زموږ هڅې روانې دي تر څو دغه پروژه د ۲۰۲۲ کال تر پایه پوري دوام پیدا کړي.
نوموړي د شکایتونو کمیسیون له رهبري څخه وغوښتل چې اړونده بنستونو ته دې یو رسمي مکتوب په لیږلو سره د پروژي دوام لپاره، خپل موافقت څرګند کړي.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان له ملاتړ څخه مننه وکړه او وویل: ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون تل د نړیوالې ټولنې د همکاریو غوښتونکی دی، خو د پروژي د پلي کولو څرنګوالي په هکله یو لړ غوښتنې هم لرو چې هرو مرو ورته پام وشي. ښاغلي اعتمادي د راتلوونکو ټاکنو بهیر تقویت لپاره د پروژي تمدید یو اړین فرصت وباله.
د ناستې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د پالسي او همغږي مرستیال ښاغلي محمد یاسین همراز د پروژي تمدید په اړه، خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل او ټینګار يې وکړ چې په کمیسیون د پروژي پروګرامونو پلي کولو لپاره اړتیا دی چې په دوامداره توګه میاشتنۍ او یا هم ربعواره ناستې ترسره شي.
ښاغلي همراز زیاته کړه، د پروژي غزیدو په هکله کومه ستونزه شتون نلري خو په ټاکلي موده کې د پروګرامونو پلي کولو په اړه اندیښنې موجود دي چې باید په دې اړه د پروژي چارواکو ځانګړی او جدي پام وکړي.





