له اړونده ټاکنیزو بنسټونو سره د ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږی ناسته

په راتلونکې ۱۴۰۰ کال کې د غزني ولایت د ولسي جرګي ټاکنو، د ولایتي شورا ګانو، ولسوالیو شورا ګانو او ښاروالیو ټاکنو ترسره کیدو په موخه، له اړونده ټاکنیزو بنسټونو سره د ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږی ناسته چهارشنبه (۱۳۹۹/۱۱/۲۹) دایر شوه.
په دغه ناسته کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري غړو، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د چارو اداري لوی رئيس، او د اړونده دولتي اداراتو وزیرانو، معینانو او روساوو ګډون کړی وو.
د ناستې په لومړی برخه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې حوا علم نورستانی، د امنیتي ارګانونو او اړوند ټاکنیزو ادارو چارواکوته ښه راغلاست وویل او د اړوند دولتي اداراتو له همکاريو په ځانګړي توګه د ۱۳۹۸ کال ټاکنو د امنیت خوندیتوب لپاره د امنیتي ارګانونو هڅې وستایلي او مننه يې وکړه او د ذیربط دولتي اداراتو څخه يې وغوښتل چې د ټاکنو ترسره کیدو لپاره د خپل سهم په کچه، د امنیت ټینګښت، د بودجې تامین، عامه پوهاوي او نور ټول برخو کې همکاري وکړي.
د ناستې په دوام، د چارو اداري لوی رئیس ښاغلي فضل محمود فضلي د راتلوونکو ټاکنو ترسره کیدو لپاره د حکومت په ژمنو او ملاتړ ټینګار وکړ او وویل: د چارو اداره او نور اړوند دولتي ادارات د قانون په بر بنسټ له ټاکنیزو کمیسیونونو سره همکار دي او د کمیسیونونو خپلواکی ته په پام، دوی سره همکاري کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې اغلې زهرې بیان شینوارې، ټاکنې داسې یو ملي بهیر وباله چې د اړوند ټاکنیزو بنسټونو همکاري او هڅو ته اړتیا لري، نوموړي د راتلوونکې کال ټاکنو اعتراضونو او شکایتونو د رسیدنې چمتوالي په اړه، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وویل: د ټآکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزعدالت تامین لپاره د یو ټاکنیزې محکمې په توګه خپل اجراات ترسره کوي.
همدارنګه میرمن شیوارې، د اړوند دولتي بنسټونو له چارواکو وغوښتل چې دغه کمیسیون سره، د ولایتي دفترونو د امنیت ټیګښت، د حساس او غیر حساس ټاکنیز توکو لیږد، د عامه پوهاوي کمپاین، مالي او بشري منابعو په برخو کې له دوی سره، لازمه همکاري وکړي.
د ناستې په پای کې پریکړه وشو چې د اوړوند ټاکنیزو اداراتو په همغږی سره دې د عمل یو پلان جوړ او پلی شي.