له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړي پروژي چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس لیدنه

iecc-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۳۹
CEO

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژي(UNESP) سلاکارانو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي سره نن چهارشنبه(۵/۳/ ۱۴۰۰) په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس د پروژي پلي کولو د پرمختګونو، ننګونو او فعالیتونو په اړه په ځانګړي توګه مالي، ظرفیت جوړونې او د بین المللی سلاکارانو د استخدام په هکله د پروژي له چارواکو سره هر اړخیز بحث وکړ.

نوموړي همدارنګه د پروژي سند پر پلی کیدو او د کمیسیون په بیلابیلو برخو کې د بین المللی سلارکارانو په استخدام او د کمیسیون کارکوونکو په ظرفیت جوړونې ټينګار وکړ او زیاته يې کړه، د دغو سلاکارانو په مشوره او مرسته به وکولای شي د کمیسیون ستراتیژک پلان چمتو کړي.

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ پروژي چارواکو د پروژي د تطبیق او عملي کیدو په اړه، خپل نظریات او وړاندیزونه په ناسته کې ګډونوالو سره شریک کړل او ژمنه يې وکړه چې د پروژي سند به په ښه توګه پلې کړي. همدارنګه هغوی وویل چې د ظرفیت جوړونې او د نړیوالو سلاکارانو استخدام په اړه، کار دوام لري او ډیر ژر به دغه پروګرامونو پلي شي. 

د ناستې په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د پالسي او همغږي مرستیال ښاغلي محمد یاسین همراز او د ظرفیت جوړونې مسوولانو، د پروژي پر وړاندې د شته ننګونو په  هکله په ځانګړي توګه د وړتیاوو لوړلو پروګرام په اړه خپل نظریات وړاندیزونه مطرح کړل او د پروژي له چارواکو يې وغوښتل چې د حل لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.

CEO

CEO

CEO

CEO

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو ته د کرونا واکسین لومړي دوز تطبیق

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو ته د کرونا واکسین لومړی دوز، نن سه شنبه (۱۴۰۰/۳/۲۵) د روغتیا وزارت سیارو واکسیناتوران لخوا تطبیق شو.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي سره د (UNESP) پروژي ستر سلاکار لیدنه

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړي پروژي (UNESP) ستر سلاکار ښاغلي علي البیاتي، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي سره، نن سه شنبه (۱۱/۳/ ۱۴۰۰) د دغه کمیسیون په مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۳۹
Background image

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړي پروژي چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس لیدنه

له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژي(UNESP) سلاکارانو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي سره نن چهارشنبه(۵/۳/ ۱۴۰۰) په مرکزي دفتر کې. . .

BACK TO NEWS