ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د اړیکو او دیپلوماتیک تشریفاتو ښوونیز پروګرام

iecc-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۴:۱۸
Workshop

د اړیکو او همغږي او دیپلوماتیک تشریفاتو ترعنوان لاندې ښونیزې پروګرام چې پرون دوشنبه (۱۳۹۹/۶/۱۱) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې پیل شوی وه، د دغه کمیسیون د دارالانشاء رئیس لخوا د تصدیق لیکونو په ورکړي سره، پای ته ورسید.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د تصدیق لیکونو د ویش پر وخت، د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو جوړونه د کارکوونکو د لوړتیاوو لوړلو په موخه، ګټور وبلل او ژمنه يې وکړه چې دوی د شکایتونو کمیسیون د کارمنانو د وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې کوي.

د غه ښوونیزه پروګرام اړتیاوو ته په پام سره، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د وړتیاوو لوړولو آمریت لخوا جوړ شوی او د دغه کمیسیون د بیلابیلو ریاستونو کارکوونکو په کې ګډون کړی وه.

Workshop

Workshop

Workshop

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۶:۱۱
Background image

د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې له چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې ( فیفا ) له چاروکو سره، دو شنبه (۱۳۹۹/۶/۳۱) په خپل کاري دفتر کې. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

د فیفا د ښځو څانګي له مسولي سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیس ملاقات

دغه ملاقات چې پرون له غرمې مخکي ترسره شو، د فیفا دفتر د ښځو او ځوانانو د چارو مسوولې آغلې مریم آروین بارکزی، په ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د ښځینه کارکوونکو حضور او استخدام په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

د (UNESP)له ستر سلاکار سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د ملګرو ملتونو سازمان د (UNESP) پروژي ټاکنیز ستر سلاکار ښاغلي ګرانت کیپن سره، د چهارشنبې په ورځ (۱۳۹۹/۶/۱۹) په خپل کاري دفتر کې لیدنه. . .

BACK TO NEWS