ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د بشري منابعو مدیریت ښوونیز پروګرام جوړیدل
د بشري منابعو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنۍ ښوونیز پروګرام نن یک شنبه (۱۴۰۰/۵/۱۰) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د مرکزي دفتر ښوونیز تالار کې پیل شو.
په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، د ښونیزو پرګرامونو جوړونه د ملکي خدمتونو کارکوونکو د مدیریتی ستونزو د حل په موخه ګټور وباله او وویل: د منابع بشري مدیریت نوو تکلارو په هکله د کارکوونکو بلدتیا کولای شي چې اداري ستونزي په دغه کمیسیون کې حل کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومی رئیس، له ګډونوالو وغوښتل تر څو د خپل وړتیاوو لوړولو لپاره له دغه ښوونیز فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.
دغه ښوونیز پروګرام اړتیاووته په پام سره، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ظرفیبت جوړونې آمریت لخوا او له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژي په مرسته جوړ شوی چې د دغه کمیسیون د بشري منابعو، تفتیش او پلان او پلیسی کارکوونکو په کې کډون کړی دی.




