پنځوس سلنه استینافي قضیو په اړه پریکړي

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۹
الیاسی

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي نن دوشنبه (۱۴/۱۱/۱۳۹۸) له خبریالانو سره په یو ناسته کې د پنځوس سلنه استینافي قضیو د پریکړو څخه خبر وکړ او وویل: د ۵۰ سلنه نورو استینافي قضیو پریکړي به د همدې اونۍ تر پایه پورې هم، پای ته ورسیږي.
ښاغلي الیاسي ټینګار وکړ چې د پریکړو ډیری برخه هغو ۳۰۰ زرو جنجالي رایو پوري اړه لري چې د ټاکنو قانون ، اړونده طرزالعملونو او لوایحو او تخنیکي موضوعاتو ته په پام سره، د دغه کمیسیون د کميشنرانو له ترسره شويدي.
ښاغلي الیاسي د دغو پریکړو جزئیاتو په اړه څه ونه ویل، خو ډاډ يې ورکړ چې دغه پریکړي به د هیوادوالو او ټاکنیزو ټيمونو د قناعت وړ وي.
د نوموړي په وینا د همدې اونۍ د چهارشنبې په ورځ به د شکایتونو کمیسیون د پریکړو جزئیات د یو خبري کنفرانس له لیاري هیوادوالو او اړونده ټاکنیزو بنسټونو سره شریکي کړي.

کنفرانس

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د (UNESP) پروژي مدیر رودلف البلینک سره د دارالانشاء عمومي رئیس لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر سره، دوشنبه (۱۴۰۰/۲/۱۳) د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۲۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې په مشری د اداري ناستې ترسره کیدل

په مرکزي دفتر کې د اجرااتو ښه والي، ستونزو او ننګونو ته د رسیدنې او د حل لارو لټون په موخه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اداري ناسته د کمیسیون رئیسې اغلي زهرې بیان شینوارې په مشری،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لپاره د نړیوالو سلاکارانو معرفي کیدل

رودلف البلینک د پروژ مدیر او ستر تخنیکي سلاکار او ښاغلی سن اف لیکا د ظرفیت جوړونې سلاکار په توګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) ټاکنېز ستر. . .

BACK TO NEWS