د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو برخې تخنیکي سلاکار سره د ټاکنیز شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې لیدنه
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې او د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو څخه د ملاتړ (UNEST) له ستر تخنیکي سلاکار ګران کیپن سره، د سه شنبې په ورځ (۱/۵/۱۳۹۷) د شکایتونو کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې د (UNEST) ستر سلاکار راتګ ته ښه راغلاست وویل او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون عملیاتي پروګرامونو، د دایمې او موقت کارمندانو او همدارنګه د ولایتي کمیشنرانو استخدام په اړه يې خبرې وکړي.
میرمن شنیواري په ټاکنیزو چارو کې د (UNEST) له مرستو او همکاري څخه مننه وکړه او یادونه يي وکړه چې ډیر ژر به د ولایتي کمیشنرانو د استخدام لړی بشپړه او نهایي شي.
په همدې توګه ګرنت کیپن د روان کال د تلې میاشت د ۶ مې نیټې ټاکنو د ترسره کیدو په موخه، د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو او همکاریو څخه ډاډ ورکړ او وویل: دوی د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دایمې، موقت او د ولایتي کمیشنرانو د ظرفیت لوړلو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري چې ډير ژر به پیل شي.
