د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ( فیفا) چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه
د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ( فیفا) مسوولانو د ولسمشریزو ټاکنو د شکایتونو د رسیدنې بهیر د نظارت او همغږۍ په موخه، د سه شنبې په ماذدیګر (۱۴/۸/۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره لیدنه وکړه.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې؛ د ولسمشریزو ټاکنو په ځانګړي توګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې د شکایتونو او اعتراضونو د رسیدنې بهیر څخه د ناظر بنسټونو د دوامداره نظارت څخه مننه وکړه او د دغو بنسټونو وړاندیزونه او نظریات يې د ټاکنیزو شکایتونو د رسیدنې بهیر په بیلابیل پړاونو کې د ټاکنیز عدالت او شفافیت لپاره ګټور وبلل.
میرمن شینوارې د شکایتونو کمیسیون په مرکزي دفتر کې د ټاکنیزو شکایتونو او اعتراضونو د رسیدنې بهیر لپاره د ځانګړو کمیټو د ایجادولو څخه یادونه وکړه او زیاته يې کړه: ټولې استینافي قضیو په اړه پریکړې ترسره شوي او ټاکل شوي چې ټول پړاونو نه يې ژر تر ژره پای ته ورسیږي او پریکړي يې د قضیو خواوو ته ابلاغ شي.
همدارنګه نوموړي یادونه وکړه چې د شکایتونو کمیسیون بشپړ چمتوالي لري چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو بهیر د اړونده خواوو په مغږئ سره، هغه مرکزونه او محلونه چې بیاشمیرنې ته اړتیا لري، په ټولو ولایتونو کې بیاشمیرنه ترسره کړي.
د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) چارواکو په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنیزو اعتراضونو او شکایتونو د رسینې بهیر په اړه، د شکایتونو خپلواک کمیسیون له کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ ولسمشریزو ټاکنو کې د شفافیت او عدالت غوښتونکي شول.
همدارنګه هغو ولسمشریزو ټاکنو د بهیر اعتراضونو او شکایتونو د رسیدنې بهیر په اړه خپل اصلاحي نظریات او وړاندیزونه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره شریک کړل.


