د ولسمشریزو ټاکنو د استینافي قضیو د رسیدنې بهیر د پای ته رسیدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خبري ناسته

iecc-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۶:۴۲
Press Con

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د ولسمشریزو ټاکنو د استینافي قضیو د رسیدنې بهیر د پای ته رسیدو په اړه، د پنجشنبې په ورځ (۱۶/۸/۱۳۹۸)  خبري ناسته جوړه کړه. په دغه خبري ناسته کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړو ټینګار وکړ، دوی تل هڅې کړي تر څو د قوانینو، طرزالعملونو او لوایحو پر بنسټ  ‎‎‎‎په صداقت او بې پرې توګه ټاکنیز اعتراضونو او شکایتونو ته رسیدنه وکړي او ټاکنیز عدالت  پلی کړي.

په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې د ټاکنو بهیر د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنیو له همکاریو مننه وکړه او وویل: د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په پوره خپلواکۍ سره خپل اړونده مسوولیتونه د ټاکنیز عدالت د تامین په موخه او د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعمل پر بنسټ په ټاکلي موده کې ترسره کړي دي.

میرمن شینوارې زیاته کړه؛ دغه کمیسیون په لومړي پړاو کې 4528 شکایتونه ثبت او څیړلي دي. همدارنګه استینافي پړاو کې شاوخوا زر اعتراضونه ترلاسه شوي چې له کټګوري بندي څخه وروسته د ورته والي له امله دا کچه 189  استینافي قضیې راښکته شويده.
د نوموړې په وینا د شکایتونو مرکزي کمیسیون دغو استینافي قضیو ته، په قانوني موده کې رسیدنه کړي، په اړه يې پریکړې کړي او پریکړي د قضیې طرفینو ته ابلاغ کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې زیاته کړه، 2118 محلونه بیا شمیرلو ته اړتیا لري او  30مرکزونه او 105  محلونه باطل شوي دي. د دغو محلونو او مرکزونو نوملړ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته هم لیږدول شوی دی.

میرمن شینوارې ټینګار وکړ، د بیا شمیرلو په اړه د دوی پریکړي د پلي کیدو وړ دي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه يې وغوښتل چې د دوغو مرکزونو او محلونو د بیا شمیرنې لپاره زمینې چمتو کړي، له هغې پرته به د ټاکنو کمیسیون له ولایتي رئیسانو سره قانوني چلند کیږي.
په دغه خبري کنفرانس کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د لومړنیو پایلو د ټاکنیز تقویم د نقض په اړه خپل اندیښنه څرګنده کړه او وویل: که چیرته د لومړنیو پایلو د اعلان نیټه چې د لړم ۲۳ مه ټاکل شوي بیا ځلي نقض شي، د ټاکنیز تقویم نقض د قانون نقض په معني ده، دا کړنه د شکایتونو کمیسیون او د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نده.
ښاغلي الیاسي زیاته کړه، که چیرته د درملوک کمپنی راپور د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړو پریکړيته اړتیا ولري باید په اړه يې ژر تر ژره تصمیم ونیسي او جزئیات يې د افغانستان خلکو سره شریک کړي او د هر ډول ځنډ په اړه باید ځواب ووايې.
همدارنګه نوموړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د بیا شمیرنې په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون  پریکړې دي ژر تر ژره پلي کړي.
داکتر الیاسي د ټاکنیزو ټيمونو څخه هم وغوښتل چې د ټاکنیزو کمیسیون په چارو کې دې لاسوهنه نکوي او کمیسیونونه دي پریږدي چې خپل تصمیمونه د قانون پر بنسټ ونیسي.
همدارنګه نوموړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د جمهوري ریاست نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو مالي راپور دي له بشپړ جزئیاتو سره، ژر ترژره د شکایتونو کمیسیون سره شریک کړي، تر څو د هغو په اړه هم تصمیم ونیول شي.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي د ولسمشریزو ټاکنو د ورځي ۱۸۹ ټولو استینافي قضیو ته رسیدنه شويده.   
ښاغلي عظیمي زیاته کړه؛ درملوک کمپنۍ باید د قرارداد او خپل تعهد له مخې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره یې لري باید همکاري وکړي او که چیرته د درملوک کمپنۍ څخه شکایت شتون ولري، کولای شي چې د دغې کمپنۍ په اړه هم شکایت ثبت کړي تر څو رسیدګي ورته وشي.
نوموړي څارنوالي ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو شمیر ولایتي چاروکو د معرفي کیدو څخه خبر ورکړ او زیاته يې کړه، که چیرته د درملوک کمپنی کوم ټاکنیز تخلف او یا تخطي ترسره کړي وي نو دوی به دغه شرکت عدلي او قضايې بنسټونو ته ورپيژني.
په دغه خبري ناسته کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون نړیوال غړې میرمن چارلوت کسون هم د ټاکنیزو شکایتونو او اعتراضونو د رسیدنې اړه، د دغه کمیسیون لاسته رواړني وستایلي اووویل: د شکایتونو کمیسیون ټولي پریکړي د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعلونو پر بنسټ ترسره شويدي.
په همدې توګه د ناستې په دوام سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار د شکایتونو کمیسیون د کارکوونکو د هڅو او زیار څخه مننه وکړه او وویل: ټولو ثبت شوو اعتراضونو ته د ټاکنو قانون او اړوند طرزالعمل پر بنسټ د شکایتونو په ولایتي او مرکزي کمیسیونونو کې په پوره خپلواکۍ او شفاف توګه رسیدنه شوي ده.
د ناستې په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لخوا د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکړل شو.

Press conference

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۶:۴۲
Background image

د ولسمشریزو ټاکنو د استینافي قضیو د رسیدنې بهیر د پای ته رسیدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خبري ناسته

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د ولسمشریزو ټاکنو د استینافي قضیو د رسیدنې بهیر د پای ته رسیدو په اړه، د پنجشنبې په ورځ (۱۶/۸/۱۳۹۸)  خبري ناسته جوړه کړه. په دغه خبري ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۱۹:۴۴
Background image

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ( فیفا) چارواکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ( فیفا) مسوولانو د ولسمشریزو ټاکنو د شکایتونو د رسیدنې بهیر د نظارت او همغږۍ په موخه، د سه شنبې په ماذدیګر (۱۴/۸/۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۲:۳۰
Background image

د ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږۍ ناسته

د تلې میاشت د ولسمشریزو ټاکنو د رای شمیرنې په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو د همغږۍ ناسته پنجشنبه (۹/۸/۱۳۹۸) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې د ټاکنو. . .

BACK TO NEWS