د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

iecc-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۵ - ۱۴:۱۲
Meeting

د مدني ټولنې بنسټونو مجمتع (مجما)، د معلولینو د بیا ځواکمنتیا موسسه ( ابرار) او د ملی د موکراتیک انستیتوت (NDI) چارواکو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره دوشنبه (۵/۱۲/۱۳۹۸) د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.

په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینواري د ناظر ټاکنیز بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیز اعتراضونو او شکایتونو د ثبت او رسیدنې بهیر په اړه يي لنډ معلومات وړاندې کړل.

میرمن شینوارې ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خپل دندې د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پر بنسټ ترسره کړي دي.

د غونډې په دوام سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي د استینافي اعتراضونو په اړه د کمیسیون پریکړو په هکله توضیحات ورکړل.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د ناظر ټاکنیز بنسټونو څخه وغوښتل چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپل لیدلوري او راپورنه له هیوادوالو سره شریک کړي.

همدارنګه د مدني ټولنې د ناظر بنسټونو مسوولانو د هیواد اوسني وضعیت په اړه خپل اندیښنې څرګندې کړي او ټینګار يې وکړ چې افغانستان له جدي ګواښ سره مخ دی او باید اوسني ټاکنیز بن بست لپاره د حل یو لار پیدا شي.

هغوی زیاته کړه چې د ناظر بنسټونو دنده د ټاکنو د پایلو رد او یا تایید نه دی خو کولای شي چې د ټاکنو په اړه خپل موندنې او راپورونه له ټاکنیزو کمیسیونونو سره شریک کړي.

د دغې ناستې په پای کې ناظر ټاکنیز بنسټونو د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپل د نظارتي موندونو راپورونه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري غړو ته وړاندې کړل. د هغوی په وینا، په دغو راپورونو کې د جمهوري ریاست ټاکنو ستونزي او ننکوني په ګوته شوي چې کولای شي ټاکنیزو کمیسیونونو سره مرسته وکړي.

Meeting

Meeting

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د (UNESP) پروژي مدیر رودلف البلینک سره د دارالانشاء عمومي رئیس لیدنه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئيس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) مدیر سره، دوشنبه (۱۴۰۰/۲/۱۳) د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۲:۲۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې په مشری د اداري ناستې ترسره کیدل

په مرکزي دفتر کې د اجرااتو ښه والي، ستونزو او ننګونو ته د رسیدنې او د حل لارو لټون په موخه، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون اداري ناسته د کمیسیون رئیسې اغلي زهرې بیان شینوارې په مشری،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۴:۷
Background image

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لپاره د نړیوالو سلاکارانو معرفي کیدل

رودلف البلینک د پروژ مدیر او ستر تخنیکي سلاکار او ښاغلی سن اف لیکا د ظرفیت جوړونې سلاکار په توګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP) ټاکنېز ستر. . .

BACK TO NEWS