د ټاکنیزو کارکوونکو د ټاکنیز تیروتنو، سرغړونو او جرایمو په اړه ناسته

iecc-af
Wed, Nov 27 2019 3:12 PM
Tadqiq

د ټاکنیزو کارکوونکو ټاکنیز تیروتنو، سرغړونو او جرایمو په اړه د بحث او څیړنې په موخه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د حقوقي کمیټې ناسته د کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي په مشری د چهارشنبې په ورځ (۶/۹/۱۳۹۸) جوړه شوه.

په دغه ناسته کې چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو، د دارلانشاء رئیس او مرستیالانو، د بیلابیلو څانګو رئیسانو او د حقوقي کمیټې غړو حضور درلود، هر یوه په خپل وار سره د یادي موضوع په اړه خپل حقوقي نظر څرګند کړ او په اړه یې بحث وکړ.

په پایله کې د ګډونوالو د نظریاتو له اوریدو وروسته، د کمیسیون مسلکي څانګي او د حقوقي سلاکارانو بورد ته دنده ورکړل شوه، تر څو ژر تر ژره یاده موضوع په مسلکي او تخنیکي توګه له هر اړخه وڅيړي چې کمیسیون د هغې  په رڼا کې لازم تصمیم ونیسي.

Tadqiq

Tadqiq

Latest news

Wed, Oct 28 2020 2:40 PM
Background image

میلاد النبی (ص) مناسبت بیلن سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ تبریکیه سی!

سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ رهبرلیگ اعضاسی و دارالانشا خادملری، یتیب کیلگن میلاد النبی (ص) ۱۲ ربیع الاول ایامی بیلن، برچه دنیا مسلمانلریگه و عینیقسه حرمتلی وطنداشلرگه اوز ایزگو. . .

Thu, Jul 30 2020 8:13 AM
Background image

عید الاضحی کریب کیگن مناسبت بیلن تبریک پیامی

مستقل سایلولر شکایت کمیسیه سی؛ مسلمانلرنینگ وحدت و بیرلیگ رمزی بولگن و ابراهیم خلیل الله (ع) نینگ قیگن قربانلیگینی ایسلاتادیگن عید سعید الاضحی کریب کیگنی اوچون بوتون دنیا مسلمانلریگه،. . .

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

BACK TO NEWS