د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د شکایتونو ثبت په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خبري ناسته

iecc-af
Sun, Dec 22 2019 6:06 PM
Conference

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د یکشنبې په ورځ ۱/۱۰/۱۳۹۸ د جمهوري ریاست ټاکنو د لومړنیو پایلو د شکایتونو ثبت په اړه خبري ناسته ترسره کړه. د کمیسیون غړو په دغه خبري ناسته کې د ټاکنو اړونده خواوو ته ډاډ ورکړ چې ثبت شوو شکایتونو به د قانون او اړونده ټاکنیز طرزالعملونو پربنست په بي پري توګه او د ټاکنیز عدالت د پلي کولو په موخ رسیدنه کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې په دغه خبري ناسته کې وویل: که چیرته نوماندان او یا د هغوی استازي د ټاکنو لومړنیو پایلو په اړه شکایت یا اعتراض ولري، کولای شي خپل شکایتونو او اعتراضونه د اسنادو او مدارک په وړاندې کولو سره، تر ۳ کاري ورځو پورې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې ثبت کړي.
د شکایتونو کمیسیون مشرې ژمنه وکړه چې دوی به ټول شکایتونه د ټاکنو قانون او اړوند طرزالعملونو پر بنسټ ارزوي او په اړه به يې قانوني پریکړي کوي.
د میرمن شینوارې په وینا ټاکنیزو ولایتي کمیسیونونه مکلف دي تر څو ټول ثبت شوي شکایتونو او اعتراضونو ته په ۱۵ کاري ورځو کې رسیدګي وکړي همدارنګه نوموړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د شکایتونو کمیسیون پریکړي پلې کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې په ټاکنو کې له ذیدخل اړخونو څخه وغوښتل تر څو د شکایتونو او اعتراضونو د رسیدنې بهیر او د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان څخه ملاتړ وکړي او پریږدي چې کمیسیونونه خپل دندې له ځنډ او خنډ پرته پای ته ورسوي. نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې دوی به خپل قانوني دندې په پرې او خپلواکه توګه ترسره کوي او ثبت شوو شکایتونه او اعتراضونه به په شفاف ډول په ټاکلي موده کې ارزوي او په اړه به يې قانوني پریکړي کوي تر څو ټاکنیز عدالت پلی شي.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د لا روڼتیا په موخه، د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلي په محلواره توګه، خپل ویب سایټ کې نشر کړي. تر څو ټاکنیز ټیمونه د هغو په لیدلو سره خپل شکایت ثبت کړي.
ښاغلي الیاسي یادونه وکړه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ټاکنو قانون پر بنسټ له ۳۷ څخه تر ۳۹ کاري ورځو پوري وخت لري تر څو ټاکنیز شکایتونه پّ دوه پړاوونو کې وڅيړي. نوموړي وویل که چیرته ټاکنیز ټکټونه د ولایتي کمیسیونونو په پریکړو قناعت ونلري کولای شي په مرکزي دفتر کې استیناف غوښتنې لپاره  شکایت ثبت کړي.

همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي زیاته کړه چې د ټاکنو پایلو په باید مخکي له مخکي پریکړي ونشي او باید د ټاکنو وروستیو پایلو ته انتظار وباسي.
د ناستې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار د ۷ ولایتونو د بیاشمیرنې بهیر ته د اجازي ورکولو څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه، د ټاکنو کمیسیون باید ژر تر ژره د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلو تفصیلي راپور شکایتونو کمیسیون ته راولیږدوي تر څو دا جوته شي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پریکړي څنګه تطبیق شوي.
ښاغلي رویدار وویل: د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د پخوا په شان شکایتونو ته د ټاکنو قانون او طرزالعمونو پر بنسټ رسیدنه کوي او د ټولو پړاونو په اړه به يي هیوادوالو ته معلومات وړاندې کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي په دغه خبري کنفرانس کې وويل: د رایو د ابطال په اړه د شکایتونو کمیسیون موضع بدلون نه دی موندلی او بایومتریک شوي رايې د اعتبار وړ او زموږ لپاره سره کرښه ده، ټول اړخونه دي ډاډمن اوسي او اجازه دي راکړي چې په ټاکل شوي موده کې ټاکنیز شکایتونو ته رسیدنه وکړو.
ښاغلي عظیمي ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په پوره استقلالیت د ټاکنو قانون پر بنسټ کولای شي د رای ورکوني مرکزونه او محلونه د اړتیا په صورت کې بیا وشمیري.
په پای د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لخوا د خبریالانو پوښتونو ته ځوابونه وړاندې شول او له ټاکنیزو ټکټونو يې وغوښتل که چیرته د ټاکنیزو شکایتونو د رسیدنې بهیر په اړه د معلوماتو غوښتونکي وي کولای شي چې د کمیسیون د معلومات مرکز ۱۳۲ شمیرې سره په اړیکه کې شي.

Conference

Latest news

Wed, Oct 28 2020 2:40 PM
Background image

میلاد النبی (ص) مناسبت بیلن سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ تبریکیه سی!

سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ رهبرلیگ اعضاسی و دارالانشا خادملری، یتیب کیلگن میلاد النبی (ص) ۱۲ ربیع الاول ایامی بیلن، برچه دنیا مسلمانلریگه و عینیقسه حرمتلی وطنداشلرگه اوز ایزگو. . .

Thu, Jul 30 2020 8:13 AM
Background image

عید الاضحی کریب کیگن مناسبت بیلن تبریک پیامی

مستقل سایلولر شکایت کمیسیه سی؛ مسلمانلرنینگ وحدت و بیرلیگ رمزی بولگن و ابراهیم خلیل الله (ع) نینگ قیگن قربانلیگینی ایسلاتادیگن عید سعید الاضحی کریب کیگنی اوچون بوتون دنیا مسلمانلریگه،. . .

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

BACK TO NEWS