د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

iecc-af
Mon, Dec 23 2019 2:29 PM
Meeting

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي ښاغلي تادامیچي یاماموتو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو سره، دوشنبه (۱۳۹۸/۱۰/۲) د شکایتونو کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې لومړی د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینواري ښاغلي یاماماتو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ټاکنیزو شکایتونو کړنو او فعالیتونو څخه لنډ معلومات وړاندې کړل، د شکایتونو کمیسیون مشري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ چې د قانون او اړونده طرزالعملونو پر بنسټ به ټاکنیز عدالت پلی کوي.
همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار هم وویل: موږ ژمن یو چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه ثبت شوي شکایتونه او اعتراضونه د تیر په شان د قانون پر بنسټ وڅيړو او خپل مسوولیت او دندې په بریالي توګه ترسره کړو.
ښاغلي رویدار زیاته کړه؛ د هیوادوالو له هرې یوې رایې څخه به ساتنه کوو او د شکایتونو او اعتراضونو د رسیدګی بهیر معلومات به له خلکو سره شریکوو.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي د ټاکنو بهیر څخه د نړیوالې ټولنې له مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه او وویل:  د ټاکنیز بهیر اوسنیو ستونزو ته په کتو سره، د ټاکنیز عدالت تامین لپاره د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو تطبیق سربیره د ملګرو ملتونو جدي ملاتړ ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه؛ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون لخوا ۴۵۰۰ شکایتونو ته رسیدنه شوي چې د تصمیمونو په اړه د شکایت کوونکو قناعت هم ترلاسه شوی.
همدارنګه د ناستې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي په افغانستان کې د ټاکنو بهیر بریالیتوب لپاره د ملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې ټولني ملاتړ ګټور وباله او ټینګار يې وکړ چې د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنرانو تر منځ همکاري او همغږي، د ټاکنو قانون او اړونده طرزالعملونو پلي کول او د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ دا پروسه بریالي کوي.
په پای کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي ښاغلي تادامیچي یاماموتو د ټاکنیزو شکایتونو په ولایتي او مرکزي دفترونو کې د شکایتونو او اعتراضونو د رسیدنې څرنګوالي ګټور او د قدر وړ وباله او زیاته يې کړه، له ټاکنیزو ټيمونو سره د دغه کمیسیون وروستی ناسته چې د ټاکنیز بهیر بن بست يې مات کړ د ټاکنیزو ذیدخله خواوو اعتماد يې نور هم زیات کړ.
ښاغلي یاماموتو ټينګار وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون په یو موقف کې ځای لري چې د ټاکنیز عدالت پلي کولو په موخه خپل بی طرفی وساتي او قانون پلی کړي. نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له قانوني پریکړو یو ځل بیا د ملګرو ملتونو او نړیوالي ټولنې له هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او یادونه وکړه چې د ټاکنیزو شخړو یواځنی د حل لار د ټاکنیزو بنسټونو د خپلواکی ساتل، د ټاکنوقانون او اړونده طرزالعملونو پلي کول دي.

Meeting

Latest news

Wed, Oct 28 2020 2:40 PM
Background image

میلاد النبی (ص) مناسبت بیلن سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ تبریکیه سی!

سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ رهبرلیگ اعضاسی و دارالانشا خادملری، یتیب کیلگن میلاد النبی (ص) ۱۲ ربیع الاول ایامی بیلن، برچه دنیا مسلمانلریگه و عینیقسه حرمتلی وطنداشلرگه اوز ایزگو. . .

Thu, Jul 30 2020 8:13 AM
Background image

عید الاضحی کریب کیگن مناسبت بیلن تبریک پیامی

مستقل سایلولر شکایت کمیسیه سی؛ مسلمانلرنینگ وحدت و بیرلیگ رمزی بولگن و ابراهیم خلیل الله (ع) نینگ قیگن قربانلیگینی ایسلاتادیگن عید سعید الاضحی کریب کیگنی اوچون بوتون دنیا مسلمانلریگه،. . .

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

BACK TO NEWS