د ۱۳۸۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د شکایتونو د ثبت مودې پای ته رسیدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون خبري ناسته
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د جمهوري ریاست ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه په قانوني موده کې د ثبت شوو شکایتونو امار او ارقام د پنجشنبې ورځ (۵/۱۰/۱۳۹۸) په یو خبرې ناسته کې له رسنیو سره شریک کړل.
په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهره بیان شینوارې په قانوني موده کې د شکایتونو او اعتراضونو ثبت لپاره د کمیسیون له تخنیکي همکارانو مننه وکړه او وویل: په تیرو ۳ ورځو کې د ټاکنیزو ټیکټونو لخوا شاوخوا ۱۶۵۰۰ شکایتونو ثبت شوي، خو دا شمیرې وروستئ نه دي او تغیر وړ دي.
میرمن شینوارې زیاته کړه: په ټولیزه توګه د ثبت شوو شکایتونو څخه (۱۴۰۰۰) يې ۳۳ ولایتونو پورې اړوند دي او شاوخوا (۲۳۰۰) شکایتونو د کابل په ولایتي دفتر کې ثبت شويدي. د شکایتونو کمیسیون د رئیسې په وینا اکثره ټاکنیزو ټيمونو د جمهوري ریاست لومړنیو پایلو په اړه شکایتونه او اعتراضونه ثبت کړي چې شاوخوا (۸۰۰۰) شکایتونه د ثبات او همپالنې ټيم، (۴۴۰۰) د اسلامي عدالت او سولې ټاکنیز ټيم، له (۳۰۰۰) څخه زیات شکایتونه د دولت جوړونکي ټيم او همدارنګه (۱۵) شکایتونه د امنیت او عدالت ټاکنیز ټيم لخوا ثبت شويدي.
نوموړې زیاته کړه، د ټاکنو قانون د یو نويمې مادي (۳) بند پر بنسټ د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمیسیونونه مکلف دي چې د شکایتونو او اعتراضونو د ثبت مودي پای ته رسیدو وروسته، په ۱۵ کاري ورځو کې خپل څیړنې او ارزونې پای ته ورسوي او پایلي خپرې کړي. له همدې امله سر له نن څخه ولایتي کمیسیونونه د ټاکنو لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو او اعتراضونو د رسیدنې لړی پیلوي او په ۱۵ کاري ورځو کې چې په قانون کې ټاکل شوي، دغو شکایتونو ته باید رسیدنه وکړي.
میرمن شینوارې دا هم وویل: په ولایتي کمیسیونونو کې له رسیدنې وروسته، د ولایتي کمیسیون تصمیم د قضیې خواوو ته ابلاغیږي او که چیرته شاکي او یا معترض د ولایتي کمیسیونونو په پریکړو قناعت ونلري، په قانون کې د استیناف غوښتنې فرصت ورته پام کې نیول شوی، د ټاکنو قانون پر بنسټ استینافي قضیې په ۱۵ کاري ورځو کې د شکایتونو کمیسیون په مرکزي دفتر کې ارزول کیږي.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي وویل: د شکایتونو په کمیسیون د ثبت شوو اعتراضونو او شکایتونو شمیر زموږ له تصور څخه ډير لوړ وو چې په دې کچه به شکایتونه ثبت شي هغه وویل: ولایتونو ته به يې لیږد یو څه وخت وغواړي، خو بیا هم د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون دي کار لپاره بشپړ چمتوالی لري.
ښاغلي الیاسي زیاته کړه: د شکایتونو د تصنیف بندۍ لړی پیل شوي او ډیر ژر به شکایتونه کتګوري بندي شي.
د ناستې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي وویل: د دغه کمیسیون غړي د هیچا تر فشار لاندې ندي او خپل ټولې پریکړې به د قانون او طرزالعملونو پر بنسټ کوي.
د کمیسیون مرستیال زیاته کړه که چیرته قانون تر پښو لاندې شي د ملي بهیر به له ننګونو او ستونزو سره مخ شي.
په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي سید قطب الدین رویدار وویل: شاوخوا ۸۵ سلنه شکایتونه او اعتراضونه د شکایتونو کمیسیون په مرکزي دفتر کې ثبت شوي چې ولایتونو ته یې د لیږد بهیر پیل شوي او په راتلوونکو ۲ ورځو کې به يې د تصنیف بندی جزئیات له تاسو سره شریک شي. د نوموړي په وینا که چیرته شکایت او یا اعتراض مستند نه وي، د شکایتونو او اعتراضونو د رسیدنې لایحې پر بنسټ به رد شي.
د دغې خبرې ناستې په پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري غړو د خبریالانو پښتنې هم ځواب کړي.

