د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د سرتیري ملي ورځ نمانځنه

iecc-af
Thu, Mar 05 2020 3:54 PM
Army

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د هیواد امنیتي ځواکونو ملي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ (۱۵/۱۲/۱۳۹۸)  ونمانځل شوه. په دغو مراسمو کې د کمیسیون رهبري غړو د امنیت ټینګښت او د تاوتریخوالي سره د مبارزي په برخه کې  د هیواد امنیتي ځواکونو له هلو او ځلو ستاینه وکړه او د هیواد  سراسري امنیت ټینګښت لپاره يې سرتیرو ته د ستاینلوکونو په ورکړل. د شکایتونو کمیسیون رهبري غړو د افغانستان امنیتي ځواکونو وړتیاوي او خواک د افغانستان لپاره یو لوی ویاړ وباله او ټینګار يې وکړ چې د نن لاسته راوړنې د امنیتي ځواکونو د قربانیو او زړورتیاوو پایله ده.
د غونډې په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د سرتیري ملي ورځ د مبارکی تر څنګ، د هیواد امنیتي ځواکونه يې اتلان او د ملي او اسلامي ارزښتونو ساتوونکي وبلل او وویل:  په تیرو څلورو لسیزو کې د هیواد ارضي تمامیت او خپلواک لپاره تر ټولو ډيره قرباني امنیتي ځواکونو ورکړي ده. ښاغلي اعتمادي د امنیتي ځواکنو تر منځ د یوالي ساتنه یو اړین امر وباله او زیاته يې کړه چې د نظام ټینګښت یواځي د امنیتي ځواکونو تر سیوري لاندې ممکن دی.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي د هیواد امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه هغه امنیتي ځواکونه چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د امنیت په ساتنه بوخت دي، د امانت داری، نظم، دسپلین او پر وخت د دندو ترسره کولو څخه، ستاینه وکړه. ښاغلي عظیمي ټینګار وکړ، دغه ځواکونو د هیواد زړه شمیرل کیږي چې داسې پروګرامونه نشي کولای د هغوی حق او احسان ادا کړي. هغه همدارنګه وویل: د هیواد امنیتي ځواکونو سره د ملي او اسلامي ارزښتونو روحیه شتون لري چې هیوادوال د یو روښانه راتلوونکي لپاره هیلمن کوي.
همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي د امنیت په تامین کې د هیواد امنیتي خواکونو څخه د مننې ترڅنګ، دغه ځواکونه يې مجاهدین او د هیواد د اجرائیه قوي اصلي رکن وشمیرل او زیاته يې کړه: افغانستان تر ټولو زړور سرتیري لري چې دوی په ډيرو لږو امکاناتو په پوره اعتماد او زړورتیا سره له دې هیواده ساتنه کړي.
  د غونډې پای کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ساتنې امنیتي ځواکونو افسران او سرتیري د کمیسیون رهبري غړو لخوا د تقدیر نامو او ستالینکونو په ورکړي سره، وستایل شول. همدارنګه  د تقدیرنامو او ستاینلیکونو برسیره د دغو امنیتي ځواکونو د لا هڅوني په موخه د دوی لپاره ۱۵ ورځنی معاش هم جمهوري ریاست ته وړاندیز شوی ده.

Army

Latest news

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

Thu, Nov 21 2019 11:06 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش ایرکین کمیسیون نینگ رهبرلیک اعضالری، آواز قیته سنلیش جریانیدن نظارت قیلدیلر

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون نینگ حرمتلی رهبرلیک اعضالری بوکون (چهارشنبه 1398/8/29) سیلاو مستقل کمیسیونیده گی سیلاو جمهورلیک ریاستی نینگ آوازلری قیته سنلیش جریانیدن نظارت. . .

BACK TO NEWS