د (UNESP)له ستر سلاکار سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو لیدنه

iecc-af
Wed, Sep 09 2020 4:27 PM
Keepen

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رهبري غړو د ملګرو ملتونو سازمان د  (UNESP)  پروژي ټاکنیز ستر سلاکار ښاغلي ګرانت کیپن سره، د چهارشنبې په ورځ (۱۳۹۹/۶/۱۹)  په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

د دغې لیدني په پيل کې ښاغلي کیپن، د غزني ولایت د ولسي جرګي ټاکنو، د ولایتي او ولسوالیو شورګانو او د ښاروالیو احتمالي ټاکنو لپاره، د تخنیکي همکاریو څرنګوالي، په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د سلاکارانو استخدام او د ملګرو ملتونو پرورګرامونو په اړه، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې، د شکایتونو کمیسیون مرکزي دفتر ته د ښاغلي کیپن له راتګ او په بیلابیلو برخو کې د دوی له مرستو مننه وکړه. د شکایتونو کمیسیون رئیسې د کمیسیون پروګرامونو، ظرفیت جوړونې، د دایمې او موقت کارکوونکو استخدام په اړه، ښاغلي کیپن ته معلومات ورکړل.

د ناستې په دوام کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي هم د غزني ولایت د ولسي جرګي ټاکنو، د ولایتي او ولسوالیو شورګانو او د ښاروالیو احتمالي ټاکنو لپاره د کمیسیون پروګرامونو په اړه، معلومات وړاندې کړل او زیاته يې کړه:  دغه کمیسیون د ټاکنو ترسره کیدو لپاره خپل پروګرامونه او کړنلارې جوړي کړيدي. په دغه ناسته کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ستر سلاکار ښاغلي عبدالقدیر رؤوفي هم حضور درلود.

Keepen

Keepen

Keepen

Latest news

Thu, Jul 30 2020 8:13 AM
Background image

عید الاضحی کریب کیگن مناسبت بیلن تبریک پیامی

مستقل سایلولر شکایت کمیسیه سی؛ مسلمانلرنینگ وحدت و بیرلیگ رمزی بولگن و ابراهیم خلیل الله (ع) نینگ قیگن قربانلیگینی ایسلاتادیگن عید سعید الاضحی کریب کیگنی اوچون بوتون دنیا مسلمانلریگه،. . .

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

Thu, Nov 21 2019 11:06 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش ایرکین کمیسیون نینگ رهبرلیک اعضالری، آواز قیته سنلیش جریانیدن نظارت قیلدیلر

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون نینگ حرمتلی رهبرلیک اعضالری بوکون (چهارشنبه 1398/8/29) سیلاو مستقل کمیسیونیده گی سیلاو جمهورلیک ریاستی نینگ آوازلری قیته سنلیش جریانیدن نظارت. . .

BACK TO NEWS