د ولایتي دفترونو مالي او اداري مدیرانو د روزنیز پروګرام پيل

iecc-af
Sat, Dec 12 2020 1:23 PM
Workshop

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ۳۴ ولایتونو ولایتي دفترونو مالي اواداري مدیرانو په ګډون سره، نن شنبه (۲۲/ ۹ / ۱۳۹۹) د مالي او اداري مدیریت څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام د مرکزي دفتر په روزنیز تالار کې پیل شو.

د پروګرام په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، په دغه پروګرام کې د کمیسیون ولایتي دفترونو له مالي او اداري مدیرانو ګډون څخه د منني ترڅنګ وویل: تر ډيره هڅه شوي چې په دغه روزنیز پروګرام کې د مالي او اداري برخي پرمختللي روزنیز ډولونو څخه استفاده وشي، تر څو د ولایتي دفترونو مالي او اداري سیستم ستندرد او معیاري شي.

ښاغلي اعتمادي د ولایتي دفترونو مالي او اداري مدیران خپل مسوولیتونو ته متوجه کړل او له هغوی يې وغوښتل چې له دغه څلور ورځني روزنیز پروګرام څخه د خپل ظرفیت جوړونې لپاره ښه ګټه پورته کړي.

همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د وړتیاوو لوړلو آمر ښاغلي عبدالمنان فرهمند سیغاني، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرکزي او ولایتي دفترونو کارکوونکو لپاره د ظرفیت جوړونې روزنیز پروګرام د تطبیق په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وویل: دغه پروګرام  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروژي (UNESP)په مرسته پلی کیږي چې د مسلکي رزونکو لخوا به په عالي توګه تدریس شي.

Workshop

Workshop

Workshop

Workshop

Latest news

Wed, Oct 28 2020 2:40 PM
Background image

میلاد النبی (ص) مناسبت بیلن سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ تبریکیه سی!

سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ رهبرلیگ اعضاسی و دارالانشا خادملری، یتیب کیلگن میلاد النبی (ص) ۱۲ ربیع الاول ایامی بیلن، برچه دنیا مسلمانلریگه و عینیقسه حرمتلی وطنداشلرگه اوز ایزگو. . .

Thu, Jul 30 2020 8:13 AM
Background image

عید الاضحی کریب کیگن مناسبت بیلن تبریک پیامی

مستقل سایلولر شکایت کمیسیه سی؛ مسلمانلرنینگ وحدت و بیرلیگ رمزی بولگن و ابراهیم خلیل الله (ع) نینگ قیگن قربانلیگینی ایسلاتادیگن عید سعید الاضحی کریب کیگنی اوچون بوتون دنیا مسلمانلریگه،. . .

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

BACK TO NEWS