د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه ملي ـ مشورتي ناسته

iecc-af
Thu, Jan 21 2021 12:08 PM
iec-ecc

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي په اړه ملي ـ مشورتي ناسته د سیاسي احزابو استازو، د مدني ټولنې بنسټونو، ټاکنو پورې اړوند د دولتي ارګانونو استازو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري پلاوي په ګډون سره، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو په مرکز کې چهارشنبه (۱۳۹۹/۱۱/۱) دایر شوه.

د ناستې په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې اغلې زهرې بیان شینوارې، د ناستې ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د ټاکنو  په قانون کې ځينې داسې موارد شتون لري چې د نن ورځي غوښتنو ته ځواب نه وايي، له تیرو ټاکڼو څخه د زده کړل شوو درسونو او د ټاکنو تجربو ته په پام سره، ټاکنیزو کمیسیونونو د ټاکنو قانون تعدیل په اړه لومړنۍ طرحه چمتو کړي چې په دغې ناسته کې به د سیاسي احزابو استازو، د مدني ټولني بنسټونو او ټاکنو پوري اړوند دولتي ارګانونو استازو سره، د نظرغوښتنې او مشورو لپاره وړاندې شي.

وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي عصمت الله مل د ناستې په اړه، خبري وکړي او وویل: تیري ټاکنې د جمهور رئیس د یو تقنیني فرمام پربنسټ ترسره شوي چې له همدې امله په تیرو ټاکنو کې یو لړ ستونزي رامنځته شوي، دې موضوع د ټاکنو قانون کې د تعدیل اړتیا نوره هم زیاته کړي ده.

همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي وویل: د ټاکنو په قانون کې ځیني مسایل، مفاهیم او اصطلاحات روښانه ندي او له هغو څخه بیلابیل تعبیرونو کیدای شي.

 د نوموي په وینا، د رای ورکوونکو نوملړ، په بریښنايې بڼه د ټاکنو ترسره کیدل اود ټاکنو سیستم په اړه بحث، هغه اړین مفاهیم او اصطلاحات دي چې باید د ټاکنو قانون په مسوده کې په روښانه توګه نظر کې ونیول شي.

د ناستې په دوام کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي ښاغلي مولانا عبدالله، د ټاکنو قانون د تصویب پړاونو په اړه، توضیحات ورکړل او وویل: په دغې نظر غوښتنې سره موضوع پای ته نه رسیږي، بلکه د سیاسي احزابو او اړوند نورو ټاکنیزو بنسټونو د نظر او وړاندیزونو غوښتونکي یو.

 په همدې توګه د ټاکنیزو کمیسیونونو تخینکي ټيمونو ګډونوالو سره  د لا ډيرو معلوماتو شریکولو په موخه، د ټاکنو قانون د تعدیلاتو مواردو په اړه، خپل پرزنتیشن وړاندې کړ.

د غونډې په دوام سره  ګډونوالو په کاري ګروپونو کې د ټاکنو قانون تعدیلاتو په اړه، بحث وکړ او خپل نظریات او وړاندیزونه يې د ټاکنیزو کمیسیونونو رهبري پلاوي ته وړاندې کړل.

 په پای کې پریکړه وشوه چې ټاکنو پوري اړوند بنسټونه او د سیاسي احزابو استازي، تر څلور ورځو پوري وخت لري چې خپل نظریات او وړاندیزونه په لیکلي بڼه، ټاکنو خپلواک کمیسیون ته راواستوي، ترڅو مسوده بشپړه او د نورو اجرااتو لپاره عدلیې وزارت ته ولیږدوي.

iec-ecc

iec-ecc

iec-ecc

iec-ecc

iec-ecc

Latest news

Wed, Oct 28 2020 2:40 PM
Background image

میلاد النبی (ص) مناسبت بیلن سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ تبریکیه سی!

سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ رهبرلیگ اعضاسی و دارالانشا خادملری، یتیب کیلگن میلاد النبی (ص) ۱۲ ربیع الاول ایامی بیلن، برچه دنیا مسلمانلریگه و عینیقسه حرمتلی وطنداشلرگه اوز ایزگو. . .

Thu, Jul 30 2020 8:13 AM
Background image

عید الاضحی کریب کیگن مناسبت بیلن تبریک پیامی

مستقل سایلولر شکایت کمیسیه سی؛ مسلمانلرنینگ وحدت و بیرلیگ رمزی بولگن و ابراهیم خلیل الله (ع) نینگ قیگن قربانلیگینی ایسلاتادیگن عید سعید الاضحی کریب کیگنی اوچون بوتون دنیا مسلمانلریگه،. . .

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

BACK TO NEWS