د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له رهبري پلاوي سره د همغږی ډلي (CECG) لیدنه

iecc-af
Tue, Jan 26 2021 2:46 PM
CECG

د ټاکنیزو ناظربنسټونو د همغږي ډلي غړو (CECG) د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي اود راتلوونکي کال د ټاکنو ترسره کیدو څرنګوالي په موخه، نن سه شنبه (۷/ ۱۱/ ۱۳۹۹) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له رهبري پلاوي غړو سره ملاقات وکړ.

د کتنې په پیل کې د همغږی ډلي استازو (CECG) د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي، د ټاکنو د حوزه بندی طرحي، د ټاکنو سیستم د کارلو څرنګوالي، د غزني ولایت د ولسي جرګي د ټاکنو ترسره کیدو، د ولایتي شوراګانو، د ولسوالیو شورګانو او ښاروالیو ټاکنو په اړه، خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل او د وړاندیزونو ټولګه يې د شکایتونو کمیسیون له رهبري پلاوي سره شریکه کړه.

د هغوی په وینا، د وړاندیزونو دغه ټولګه د تیرو ټاکنو تجاربو په استفادي،  د دغې ډلي له ۱۷ مدني بنسټونو او د ښځو چارو وزارت له هر اړخیز او ژوره تحلیل وروسته چمتو شوي او د ټاکنو قانون د تعدیل طرحي سربیره، د ټاکنو بیلابیل اړخونه او د ټاکنو بهیر احتمالي ننګوني په کې شامل دي.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رهبري پلاوي د دغې ډلي د وړاندیزونو له ټولکي هرکلی وکړ او وویل: هغه وړاندیزونه چې د ټاکنو شفافیت او رڼوالي لپاره ګټوروي، د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه کې به تري ګټه واخلي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې، د ټاکنو قانون طرحي تعدیل او د ټاکنو بهیر د ستونزو حل په موخه، د دا ډول مشورتي ناستو ترسره کیدل ګټوري وبللي او وويل: د ښه قانون درلودل د رڼو ټاکنو بنسټ شمیرل کیږي او موږ هځه کوو چې له تیرو تجاربو څخه په استفادي او د ټاکنو له ذیدخله خواو، ناظر ټاکنیز بنسټونو او سیاسي احزابو په مشورو، د ټاکنو قانون یو بشپړه طرحه عدلیي وزارت ته وړاندې کړو.

همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مرستیال ښاغلي مولوي دین محمد عظیمي، د ټاکنو قانون د اصلاح په موخه د ناظر ټاکنیزو بنسټونو له هڅو قدرداني وکړه او وویل: په رښتینې توګه هڅه کوو ترڅو د بشپړ او جامع د ټاکنو قانون رامنځته کړو ځکه د هیواد برخلیک دغه قانون پوري اړه لري.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي، د ټاکنو بهیر په بیلابیلو اړخو او ننګونو خبري وکړي او ټینګار يي وکړ چې د جمهوريت پایښت د شفافو او رڼو ټاکنو ترسره کیدو پوري تړاو لري څکه جمهوريت ټول او افغانستان پوري متعلق دی.

 ښاغلي الیاسي زیاته کړه، باید هر اړخیزې هڅې ترسره شي چې په ټاکنو کې د تقلب مخه ونیول شي،  او په دي هکله د ټاکنیز ناظر بنسټونو همکاري اړینه بلل کیږي.

د ناستې په پای کې د ټاکنو حقوق تر عنوان لاندې کتاب چې د ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي په لیکنه چاپ شوی د همغږی ډلي (CECG) استازو ته ورکړل شو.

په دغه کتاب کې د افغانستان د ټآکنو اصولو، د ټاکنیزو کمیسیونونو رامنځته کیدو او د ټاکنو بهیر کې د هغوی نقش، د افغانستان ټاکنیز قوانین او حقوقي مسایل، د ټاکنو د ترسره کیدو بهیر او د ټاکنیزو منازعو د رسیدني موضوعاتو ته ژوره کتنه شوي.

CECG

CECG

CECG

CECG

CECG

CECG

Latest news

Wed, Oct 28 2020 2:40 PM
Background image

میلاد النبی (ص) مناسبت بیلن سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ تبریکیه سی!

سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ رهبرلیگ اعضاسی و دارالانشا خادملری، یتیب کیلگن میلاد النبی (ص) ۱۲ ربیع الاول ایامی بیلن، برچه دنیا مسلمانلریگه و عینیقسه حرمتلی وطنداشلرگه اوز ایزگو. . .

Thu, Jul 30 2020 8:13 AM
Background image

عید الاضحی کریب کیگن مناسبت بیلن تبریک پیامی

مستقل سایلولر شکایت کمیسیه سی؛ مسلمانلرنینگ وحدت و بیرلیگ رمزی بولگن و ابراهیم خلیل الله (ع) نینگ قیگن قربانلیگینی ایسلاتادیگن عید سعید الاضحی کریب کیگنی اوچون بوتون دنیا مسلمانلریگه،. . .

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

BACK TO NEWS