د (UNEST) ټاکنیز تخنیکي سلاکار سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي لیدنه

iecc-af
Wed, Jan 27 2021 11:32 AM
UNESP

د ټآکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رهبري پلاوي، له ټاکنو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ پروژي (UNEST) ستر تخنیکي سلاکار ښاغلي ګرنت کیپن سره، سه شنبه (۷/۱۱/۱۳۹۹) د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.

لومړی د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون رئیسې آغلې زهرې بیان شینوارې، ښاغلي کیپن ته ښه راغلاست وویل او په افغانستان کې يې د ولسواکۍ لپاره د دوی له ملاتړ څخه مننه وکړه.

په دغې لیدنه کې د ټاکنیزو کمیسیون عمومي رئیسې، له اړونده بنسټونو سره د ټاکنو قانون تعدیل په اړه، د دغه کمیسیون له تخنیکي چمتوالي او د غزني ولایت د ولسی جرګي ټاکنو. د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او ښارولیو ټاکنو شکایتونو د رسیدنې په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

میرمن شنیوارې د ټاکنیزو کمیسیونونو د رهبري غړو او دفترونو د امنیتي ننګونو چې ورسره مخامخ دي، خواشیني څرګنده کړه او وویل: دغه موضوع يې د افغانستان حکومت سره شریکه کړي ده.

وروسته ګرنت کیپن په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان له ټاکنو څخه د ملاتړ پروګرامونو څخه ډاډ ورکړ او وویل: ناامني او د ټاکنیزو ناظرانو ترور، د ټاکنو راتلوونکی بهیر زیانمن وي چې باید دا موضوع جدي ونیول شي. 

ښاغلي کیپن په اوسنیو شرایطو کې د ټاکنیزو شخړو د حل لپاره، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون نقش اړین وباله او څرګنده يې کړه چې باید د افغانستان سیاست مداران ټاکنیزو بنسټونو خپلواکي ته احترام وکړي.

د ناستې په دوام سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند ښاغلي داکتر محمد قاسم الیاسي، د افغانستان ټاکنو بریالیتوب لپاره، د نړیوالې ټولنې مرستې ارزښتمنې وګڼلي او وویل چې د ټاکنزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د یو شبه قضایې بنسټ په توګه کولای شي د ټاکنیزو منازعاتو د حل لپاره اړین نقش ولوبوي.

UNESP

UNESP

UNESP

UNESP

UNESP

Latest news

Wed, Oct 28 2020 2:40 PM
Background image

میلاد النبی (ص) مناسبت بیلن سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ تبریکیه سی!

سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ رهبرلیگ اعضاسی و دارالانشا خادملری، یتیب کیلگن میلاد النبی (ص) ۱۲ ربیع الاول ایامی بیلن، برچه دنیا مسلمانلریگه و عینیقسه حرمتلی وطنداشلرگه اوز ایزگو. . .

Thu, Jul 30 2020 8:13 AM
Background image

عید الاضحی کریب کیگن مناسبت بیلن تبریک پیامی

مستقل سایلولر شکایت کمیسیه سی؛ مسلمانلرنینگ وحدت و بیرلیگ رمزی بولگن و ابراهیم خلیل الله (ع) نینگ قیگن قربانلیگینی ایسلاتادیگن عید سعید الاضحی کریب کیگنی اوچون بوتون دنیا مسلمانلریگه،. . .

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

BACK TO NEWS