د دارالانشاء کارکوونکو سره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس څلورمه اداري ناسته

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس څلورمه اداري ناسته، د مالي اواداري ریاست او د بشري منابعو ریاست رئیسانو، د تدارکاتو آمریت، د ظرفیت جوړونې آمریت او د کابل ولایت د دارالانشاء آمریت آمرینو او کارکوونکو سره، یک شنبه (۱۳۹۹/۱۱/۱۹) د ستونزو او ننګونو پيژندګلوي، په بهتره توګه د کړنو ترسره کولو او د اړیکو ټنیګښت په موخه، ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې د یادو څانګو رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو، د بودجوی، تدارکاتي، استخدام، ظرفیت جوړوني، همغږي او خدماتي ننګونو په اړه، خپل ستونزي او وړاندیزونه د دارالانشاء له عمومي رئیس سره شریک کړل.
د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي د ګډونوالو وړاندیزونو له اوریدو وروسته، د مالي، اداري، خدماتي او تدارکاتي برخو کارکوونکو له هڅو مننه وکړه او پر وخت يې د ستونزو او ننګونو په حل ټینګار وکړ.
ښاغلي اعتمادي ډاډ ورکړ چې د بیلابیلو څانګو په همغږی سره به د کارکوونکو سالم نظریات او وړاندیزونو څخه د مطرح شوو ستونزو د حل په موخه ګټه اخیستل کیږي.