د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کارکوونکو سره د دارالانشاء عمومي رئیس ناسته
په نوي هجري لمریز کال کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي ریاست مقام لومړنۍ ناسته، نن شنبه (۱۴/۱/۱۴۰۰) د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په دغې ناسته کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، د نوي هجري لمریز کال د مبارکۍ تر څنګ هیله څرګنده کړه چې دغه کال د امنیت، اقصادي او کار له امله د افغانستان خلکو لپاره د خوښیو ډک کال وي.
نوموړي، یو شمیر اداري اصولو په اړه خبري وکړي او د ناستې موخه يې د دارالانشاء کارکوونکو ستونزو او ننګونو ته رسیدنه عنوان کړه، همدارنګه په ناسته کې بیلابیلو کاري موضوعاتو په اړه بحث او نظریات شریک شول.





