د ملي بیرغ ورځ نمانځ غونډه

iecc-af
Sat, Aug 07 2021 3:22 PM
Flag

د ملي بیرغ نمانځ غونډه نن شنبه ( ۱۶/۵/۱۴۰۰) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ترسره شوه.

دغه غونډه  چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عمومي رئیس، د دارالانشاء مرستیالانو، د بیلابیلو څانګو رئیسانو، کارکوونکو او د شکایتونو کمیسیون د محافظت قطعي او د پولیسو سترتیرو په  ګدون سره،  د مرکزي دفتر د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوي وه، 

په پیل کې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس ښاغلي چمن شاه اعتمادي، د هیواد دري رنګه بیرغ نمانځ غونډه کې، ملي بیرغ د هیواد د وګړو ترمنځ د یوالي، ورورولي او یو موټي کیدو سمبول و باله  او ټینګار يې وکړ چې په وروستیو سلو کلونو کې ملي بیرغ وشو کړای چې په افغانستان کې میشت ټول قومونه تر یو ملي چتر لاندې سره راټول کړي.

ښاغلي اعتمادي د ملي بیرغ ورځ نمانځنه د هیوادوالو د وطن دوستی او ملي احساساتو راژوندې کولو لپاره مهمه وګڼله او زیاته يې کړه چې د هیواد ویاړلۍ بیرغ کولای شي په افغانستان کې د دښمنانونو په وړاندې د شته ورونو قومونو ترمنځ اړیکو د وصل نقطه شي

په همدې توګه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د پریکړو د څیړنې او پلي کولو رئیس ښاغلي فرهاد داوري، د ملي بیرغ  آدابو په اړه وضاحت ورکړ او ساتنه يې د افغانستان د هر وکړي وجیبه وبلله، نوموي زیاته يي کړه: د افغانستان دري رنګه ملي بیرغ کولای شي د هیواد دښمنانو په وړاندې د قومونو ترمنځ د یوالي لپاره ګټور شي.

د یادونې وړ دی چې د زمري ۷ مه، د هیواد د خپلواک ۱۰۱ مې کلیزي د لمانځنې مراسمو کې د بیرغ ملي ورځ په نامه ونومول شوه چې دغه ورځ هر کال د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ځانګړو غونډو جوړولو سره، نماځل کیږي.

flag

flag

flag

flag

flag

flag

flag

Latest news

Wed, Oct 28 2020 2:40 PM
Background image

میلاد النبی (ص) مناسبت بیلن سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ تبریکیه سی!

سایلو شکایتلر ایرکین کمیسیه سنینگ رهبرلیگ اعضاسی و دارالانشا خادملری، یتیب کیلگن میلاد النبی (ص) ۱۲ ربیع الاول ایامی بیلن، برچه دنیا مسلمانلریگه و عینیقسه حرمتلی وطنداشلرگه اوز ایزگو. . .

Thu, Jul 30 2020 8:13 AM
Background image

عید الاضحی کریب کیگن مناسبت بیلن تبریک پیامی

مستقل سایلولر شکایت کمیسیه سی؛ مسلمانلرنینگ وحدت و بیرلیگ رمزی بولگن و ابراهیم خلیل الله (ع) نینگ قیگن قربانلیگینی ایسلاتادیگن عید سعید الاضحی کریب کیگنی اوچون بوتون دنیا مسلمانلریگه،. . .

Mon, Dec 02 2019 10:26 AM
Background image

سیلاو شکایت لرینی تیکشیریش مستقل کمیسیون و سیلاو نهاد لرنینگ اورته سیده گی کیلوشو نامه

سیلاو شکایت لرینی تکشیریش مستقل کمیسیون بوکون( یکشنبه مورخ ۱۳۹۸/۹/۱۰) سیلاو نهاد لرنینگ ناظر لریبنل سیلاو مسله سی گه یاردملش مقصد کیلوشونامه گه قول قیدیلر. اشبو کیلیشو نامه گه قول. . .

BACK TO NEWS